IQNA

قرآني سورې [3]

په آل عمران سورې کې   ددښمنانو په وړاندې نبیان(ص) مقاومت ته بلل شوي

16:02 - July 14, 2022
د خبر لمبر: 3485985
ایکنا-(تهران) آل عمران سوره یوه هغه قرآنی سوره ده چې د حضرت یحیی او حضرت عیسی مسیح په څير د پیغمبرانو له زیږیدا او ژوند رانیولې ، دد دښمنیانو  او دسیسو په وړانې د نبیانو دتاریخي  مقاومت تر موضوع پورې  په مختلفو موضوعګانو باندې غور شوی دی .

ایکناخبری آژانس  راپور ورکړی،د قرآن کریم دریمه سوره ، آل عمران نومیږي. دغه سوره  دوه سوه آیتونه لري  او د قرآن کریم په دریمې او څلورمې سپارې یا جزوې کې واقع  ده . په آل عمران سورې  ددغې سورې نومول ، دغې سورې په دوو آیتونو کې دعمران دټکي د شتون په دلیل  دي .

په ۳۳آیت کې د عمران کورنۍ ته او په ۳۵آیت کې د حضرت مریّم (ص) پلار عمران ه  اشاره شوې ده . ددغې سورې بله نامه  ؛طیّبه ؛ ده ، یعني له هغو ککړتیاؤ او تورونو پاک اوپاکیزه ده چې  له ګناهانو او تورونو څخه دحضرت مریّم  پاکۍ ته اشاره لري .

په دغې سورې کې چې  د نزول په ترتیب کې ، نهه اتیایمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم (ص) نازله شوې ده،د درو غوره شخصیّتونو ،یعني دحضرت یحیی، حضرت مریّم  او حضرت عیسی علیهما السلام د زوکړې شرحې ذکر شوي دي

د آل عمران سورې آیتونه مدني  دي او  دځينو مفسرّانو په وینا، دغه سوره د دوو جنګونو  بدر او احد جنګونو ترمینځ ،(د ۶۲۴ کاله رانیولې د ۶۲۵میلادي کال پورې)یعني د هجری قمری  په دوهم اودریم کلونو کې  نازله شوې ده  او د اسلامی په سرکینو وختونو کې دمسلمانانو د ژوند ترټولو حساس برخه  او پړاؤ  نندارې ته وړاندې وي .

ځیني مفسرّان په دې اند دي، هره سوره، یوې  مشخصې موضوع ته اشاره کوي  او  د اصلی موضوع په لاره کې  مختلفو موضوعګانو ته پکې توجه کیږي ،  په دغې سورې کې د مسلمانانو له کامیابیو اوناکامیو سره  اړونده پيښو ، د مسلمانانو مختلفو حالاتو  او له نورو دینونو اوقومونو سره د دوي ارتباطاتو  سره اړونده پیښو ته اشاره شوې ده .د تفسیرّالمیزان  په اساس ، د آل عمران سورې  اصلي هدف ، د اسلام د دښمنانو په وړاند اتحاد،صبر او استقامت ته د مومنانو بلل دي .

هغه  ترټولو مهمې موضوعګانې چې په دغې سورې کې ورته اشاره شوې ده ؛

  • توحید او معاد؛ ددغې سورې مهمې برخې ، د توحید او دخداوندمتعال په صفتونو ، معاد او اسلامی معارفو باندې بحث کوي .
  • جهاد،دجهاد په باب او دهغه دمهمو دستوراتو په باب  او  دخدای د لارې دشهیدانو دتل پاټې حیات  او همداراز د هغو عبرت اخستونکو درسنو په باب  چې  په بدر او احد جنګونون کې  رابرسیره شوي وو ،خبرې  کوي .
  • اسلامی احکامو ته توجه ، ددې  سورې په یوې برخې کې د مسلمانانو د صفونو د وحدت ، د خانه کعبې  او دحج د فریضې  او د امر باالمعروف او نهی از منکر  او تولی او تبری  او د امانت  او  د خداي په لاره کې د انفاق، د دروغو پریښودلو ، د مشکلاتو او ازمیښتونو په وړاندې مقاومت  او د مسلمانانو ترمینځ  د اتحاد د ساتلو د ضرورت په زمینې کې داسلامی احکامو لړۍ ته اشاره شوې ده .
  • ددغې سورې په یوې برخې کې  ددښمنانو په وړاندې مقاومت او په مسلمانانو کې  وحدت ته   اشاره شوې ده .  هغو جنګونو ته په پام سره چې   دمسلمانانو او کافرانو ترمینځ شوي ،  جهاد ته دبلنې ، په مسلمانانو د  اتحاد   دساتنې  او تر وروستیو پورې د دښمنانو په وړاندې  دمقاومت موضوع  هغه مهم ټکي  دي چې په دې  سورې کې ورته پام شوی دی .
  • په دغې سورې  کې  دپیغمبرانو  تاریخ ته هم اشاره شوې ده  او په یوې برخې کې ئې  د حضرت آدم ، نوح  او ابراهیم او موسی  او عیسی پشمول د پیغمبرانو تاریخ او د حضرت مریّم واقعې ته  اشاره شوې او هم په هغو دسیسو  چې ددغو لویانو په ضد شوي ،  هم پام شوی دی .

     https://iqna.ir/fa/news/4067423/نگاهی-

captcha